Afghan adabi baheer - شين خالۍ :شپږمه : سميع الدين افغاني
 

 د لوى مهربان او بخښونكي ،خداى په نامه 
 
 

  لومړۍ پاڼه  

لومړۍ پاڼه

  بهير  

ـ بهير غونډې
ـ
شاعران ،ليكولان
ـ شعرونه
ـ
كره كتنه ،څيړنه
ـ لنډې كيسې
ـ طنزونه
ـ
هنري ليكنې
ـ ادبي ليكنې
ـ اسلامي ليكنې
ـ تاريخي ليكنې
ـ
ادبي مركې
ـ ژباړنې
ـ انځورونه
ـ راغلي برېښناليكونه

ـ ناولونه
ـ
نړيوال ادب
ـ يونليکونه
ـ
پوهنيزې ليکنې
ـ ګړدود
ـ ادبي ليکونه
ـ
ادبې ټوټې
ـ ادبي بحثونه
ـ خاطرې
ـ کلتوري ليکنې
ـ
پلکلوري ليکنې
ـ ځيرنې
ـ خبرتياوي
ـ دبهير غږ

  د نن ښه ليكنه  
د نن ورځې تر ټولو ډېر كتل كېدونكى مطلب :

نکريزې : رحیمه پښتونجار
  منځپانګه  
· غزل : انورالحق يرغل
· امبور : پوهنمل رحمت ځواکمن
· دمسعود احمد څو ښکلي غزلونه
· غریب : شیرین اغا جهانګیر
· د ښکلا دښمن : اسدالله زمری
· دحسین ژوند/ژباړه : شررساپی
· اختر څنګه ولمانځو؟ مولانا احمدشاه
· غزل : جلان
· خېرا:شیرین اغا جهانګیر
· دلوګردخلکودمبارکۍ پيغام : ستانکزی
· اختر په ټوکو ټوکو راغی
· غزل/طالب منګل
· څلوريزې او غزل :عندليب
· پښتون : نظم تواب ترابى
· ( یادیزه )خاطره: شیرین اغا جهانګیر
· پاچاهي : احسّاس خټک
· اختره :وصال نوری
· بې وطنه : ګل رحمن رحماني
· اختر :سيدشاه خروټی
· نعت شريف : نورعلی شاه ځلبلاند

ډېر مخكېني مطالب
  دا مهال پر ليكه  
اوس مهال 11 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .

.
  د لوستونکو شميره  

3140712
تر دې نېټې وروسته ځله 11.4.2006
  راديوګاني  


(اشنايانو ادبي ديره)


(شاولي)

  مورنۍ ژبه  

 

ناول: شين خالۍ :شپږمه : سميع الدين افغاني

 
ناولونه

شين خالۍ :شپږمه  : سميع الدين افغاني
زيړګل خپل د راتلونکي ژوندپه فکر کې ډوب اوکله کله به ېې له ځانه سره ويل چې انسانان د ژوند په مختلفو پړاوونو کــــې د مختلفو مسايلو، کړکیچونو او پرابــــلمونه سره مخامخ کيږې خو پوه او کاميابه خلک هغوۍ دي چې ددغو مسائلو ، مشــــکلاتو او مــــوانعــــو په مقابل کــــې د پوهــــې او معقـوليت نه کار واخلې ، که چيرې انسان د ژوند پــــدې پړاونو کې معــــقول دریځ او عملې ګامونه اوچت نه کړې بيا ورسته هغه فرصت نه ورته ميسريږې ٠



زيړګل پدې سوچونو کې دي نتجې ته رسيدلې وه په هر ډول چـې وې خپل تحصیلاتو ته باید ادامه ورکړې، هغه د راتلونکې ژوند د خوشبختيو اساسې لار په تعليم او زده کړه کې ليدله ،ا و دا ورته جوته شوې وه چې دلوړو لاسته راوړنولپاره بايد لوړو زدکړو ته ځان چمتو کړي ٠
څه مده ورسته د هيواد په مرکز او ولاياتو کې د دولسم ټولــــګيو د فاريغينو د کانکور د ازموينې نيټه اعلان شوه ، زيړ ګل هغه همصنفيانو ته کوم چې دازموينې د نـــيټې خبر يې نه وه ترلاسه کړی خبر ورکړاو د خپلونژدی دوستانو کوم چې د ازموينې لپاره ېــــې امادګې ښودله ،دا هيله وکړه چې يوځاې به د ازمــــوينې لپاره درسی پروګرام په مخ بيــــايي په هــــمدي اساس زيړګل خپلوملګرو ته داسې وړانديز وکړه چې دازمــــوينې تر نيټې پوري بــه هــــر ورز د سهــار د نه بجو نه بيا د غرمې تر دولس بجو پورې ددوۍ حجرې ته راشې او د ازمويــــنې په احتمالي پښتنو به ســــره په شريکه کار وکړي ٠
د زيړ ګل د ا په موقعي وړانديز د ټولو د تايــــد او ملاتړ وړ وګرځيد او هــــره ورځ به په هجره کې يو ځاې د فزيک ، کيميا ،رياضې معــــادلې حليدلــې او هــــمدارنــــګه د بيالوژي ، تاريخ ، جغرافيه ، دينې اونورو مضامينو سوالونه بيرون نويس او دهغو لپاره ېې مناســــب جوابونه برابرول چې په رښتيا سره هم د دوۍ دا هلو ځلو ښې پايلې اولاسته راوړنې د دوۍ په برخه کړې ٠
زيړګل همداسې چې د طب مسلک خوښيده په ډيرعالي نمرو همدې پوهنځې ته بريالې شو او نور ملګروېې هم د کارنکور آزموینه په بری پای تــــه ورسوله او د خپــــلو خوښې د پــــوهنځۍګانو په لستونو کــې خپل نومونه وليدل ،هغو يو بل ته يې د خپلو د زحماتواو لاسته راوړنو څخه مبارکی وويله او دخوشحالۍ اظهار ېې کاوه ٠
زيړ ګل او د هغه ملګري په ډيره خوشحالې بيـرته خپــــلو کلو او بــــانــډو ته را ستانه شول او د خپلو برياو زيری ېې خپل دوستانو ، کليوالو او د کــورنيو غړوته ورکړ ،هغوی هم ددوۍ لاسته راوړنې ولمانځلې او هغو ته ئې مبارکي وويله ٠
زيړګل اوس د يو نوې حالت سره مواجه وه ،هغه پدې مسألې فکر کاوه او پدې پوهيده چې د منظم درسونو د تعقيب لپاره هغه محصلين چې د ولاياتو نه کومو پوهنځــــيو تــــه د بريالــــتوب چانس تر لاسه کړې وې بايد د مربوطه پوهنځيو د پوهنتونو نو په ليليه کې ميــشت شې ، هغه پدې فکر کې وه چې ددې په تــــلوبه څوک د کورنې جنجالونــه حلوې او د هغوۍ جوړيا نــــاجوړ ته ځان رسوي،په همدې چرتونوکې ډوب وه چې تره ېې ورته غږکړ ٠
زيړګله ځويه!
ته راځه چې څه ضروري خبرې درسره لرم ٠
زيړ ګل په بيړه ځان تره ته ورسوه او بعد له سلامه یی ورته وويل اکا څه مو ويل ؟
هغه په داسې حال کې چې شين خالۍ او د هغــــه مور هم هلته نــــاسته وه زيړګل ته د سلام د ځوابه وروسته داسې وويل ٠
زيړګله!
هغه لږ څه غلی شو بیا یې پـــه داسی حال کې چــــې خپلې میرمن او شیــــن خالۍ ته کتل زيړ ګل ته داسی وویل:
ته پدې پوهيږې چې په ژوند کې خوشبختي ، هوســــا او ارام ژوند په خپله سړي ته نه راځې ، د دې لپاره چې سړې خپل هدف ته ورسيږي لازمه ده مــــطلب ته درســــيدلو لپارکوشش وکړي او زحمت وباسي ٠ زه ستاپه تشويش او مشکلاتوبانــــدې پوه يم ، ته زموږ لــــه خوا هيــــڅ تشويش مکوه ،ته اوس کوشش وکړه چې هوښيارطبيب درنه جوړشې ، زموږ په کلواو بانډوکې ډاکترته ډيرضرورت دی او ډاکتران پــــه ولسونو کې د عــــزت او اعتبــــار خاوندان دي ، پــــه موږ هم عــمر تير شوي اود ډاکتر ضرورت احساسوو ٠
دوهمه خبره داده چې د زميندارۍ کارونه بزګر په مخ بياېې بيا هــــم ستاسو د تحصيل ځای دومره لرې ندې ،ته کولی شې د هفته په رخصتيوکې کورته راشې ،او که بيا هم کوم مشکل وه بيا حتمي تا خبروو، زه فکر کوم زه اوس داسې مشکل نه وينم چې هغه دې ستا دتحصيل خنډ وګرځې ،زموږ مشوره تاته همدا ده چې ته دې بې له کومې انديښنې خپلو زدکړو ته ادامه ورکړې ٠
د شين خالۍ مور هم زيړګل ته ډاډ ورکړ او وته يې وويل ٠
زيړګله ځويه!
اکا دې رښتيا واېې ته هيڅ تشويش مکوه ته بـــايد زحمـــت وباسې چې تانه يو هوښيار طبیب جوړ شې ٠
زيړګل چې خپل تره او د هغه هرې فيصلې ته په درنو سترګو کــتــــل ،تره ته يې په جواب کې وويل ٠
اکا څه چې ستاسو مشوره وې هغه ماته منظوره ده ٠
زيړ ګل د ځايه پاڅيد او شړی ئې تر ځان چارپيره کړه او د څارويو د راوستلو په تکل کې شو ، خوپه لار کې ئې د شين خالۍ نه د جدا کيدو فکرټکنی کړی وه ، د هغې څخه د جدائې تحمل ورته ګران وه خو هغه ته بله لار معقوله نه بريښيده ٠
شين خالۍته هم د زيړګل بيلتون د تحمل وړ نه وه ،خو دپــــلار د فيصلې خـــلاف ېې هــم هغه نه شو ستنولی ،مجبوره وه دپلارفيصله ومني او د زيړګل دبيــــلتون د زعم اوحوصلې توا ن پيدا کړي٠
څو ورځې ورسته د پوهنتون د درسونو د پيل موقه راورسيده ، زيړګل او د هغه ملګري يوه ورځ د مخه بازارته لاړل ٠زيړ ګل دځان لپاره نوې جامې ،جمپرونه او نوې بوټان راونيول تر څودپوهنتون په ساحه کې ېې دنورومحصلينوسره سيالي برابره وي،هــــمدارنګه ملګرويې هم دخپل ضرورت
وړ شيان راونيول او د وعدې سره سم سبــــا د وخته د زيړ ګــــل دوۍ کره راغلل ، د زيړګل دوۍ په حجره کې نور دوستان او د کلې خلک هم د دوۍ د مخه ښې په مقصد راټول شوې وه٠
د زيړګل دملګرو د رارسيدو سره سم د کلې اوسيدونکو، سپين ګيرو اودوستانوېې هغوۍ ته د دوعا لاسونه اوچت او دلوی خدای له درباره څخه هغو ته د صحت او کاميابۍ هيله وکړه ٠
د شين خالۍ مور هم هغوۍته ددوعا لاسونه پورته کړ او دخـــداې پامانې وروسته ېې رړنې اوبه د
ټوټکې په دود د هغوۍ پسې وشيندلې ٠
زيړ ګل او د هغه ملګرو خپل بيکونه ترغاړه او دولايــــت د مــــرکز په لوري روان او هلته په بس کې سپاره او ورسته له دوه ساعته منزله د پوهنتون مرکزې ليليې ته ورسيدل٠
دپوهنتون د ليليي په انګړ کې دمحصلينو دهستوګنې دخونــــو لست زړول شوې وه ، هريو دخپل دهستوګنې خونه ،د لباس المارې او د خوب ځاې پيدا کړ او د نويو ملګرو سره ېې معرفت حاصل کړ ٠
زيړ ګل چې زما نژدې ملګری او د زړه د رازونو يار وه ،ورسته له څو اونیو د هغه ليدلولپاره لاړم ، هغه چې به هميشه د خپل دشين خالۍ د پاکـــې مينې کيسې زما سره شــــريکــــولې زما په ليدو ډير خوشاله او د نوې ژوند د کيسو ورسته د شين خالۍ د بيلتون په هکله داسې ويل ٠
د فکر ټــــــال کـــــې زنګیده لیونۍ
بیا پــــــه زړګــــي مې وریده لیونۍ
زيړ ګل چې په رڼا او خوبونو کې د شين خالۍ څيره ورته په فکر او خيا لونو کې زنګيدله دخپل خوب کيسه داسې کوله ٠
ما مـــې د زړه ورته داغونه شمیرل
دا بــــــې پروا وه خنــــــدیده لیونۍ

هسې بـــــې درده بې احساسه نه وه
ځــــــما په میــــــنه پوهیده لیــــونۍ

ما چه اظــــهار ورته د مــــــینې کوه
لکه د ګــــــل به غــــــوړیده لیــــونۍ
او دخپل د مينې سندره ېې داسې ختموله ٠
افغاني څومره ښې شیبې تیرې شوې
چې په مــــــالت کې اوسیـــــده لیونۍ

ما هم د زيړګل د زړه کيسې راټولې او په لاندې شعر کې مې خلاصه کړې ٠
لیونۍ
د فکر ټــــــال کـــــې زنګیده لیونۍ
بیا پــــــه زړګــــي مې وریده لیونۍ

ما مـــې د زړه ورته داغونه شمیرل
دا بــــــې پروا وه خنــــــدیده لیونۍ

هسې بـــــې درده بې احساسه نه وه
ځــــــما په میــــــنه پوهیده لیــــونۍ

ما چه اظــــهار ورته د مــــــینې کوه
لکه د ګــــــل به غــــــوړیده لیــــونۍ

افغاني څومره ښې شیبې تیرې شوې
چې په مــــــالت کې اوسیـــــده لیونۍ
-------------
سميع الدين افغاني

د خپرولو نيټه: دوشنبه، 19 سلواغه ، 1388 خپرندوى lawang
 
  پيوندونه  
· . ناولونه
· . lawang


. ناولونه:
نن شپه اوښکې توييږي : دويم څپرکی

  امتياز  
منځنى امتياز: 0
د رايو شمېر : 0

د دې مطلب په باب ستاسو امتياز:

عالي
ډېر ښه
ښه
منځنى
بد

  ټاكنې  

 چاپ بڼه چاپ بڼه

 دوست ته ليږل دوست ته ليږل

اړوندې موضوعګانې

ناولونه

لومړۍ پاڼه

ددې پاڼې د منځپانګې د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي . افغان ادبي بهير © ٢٠٠6


د اړيګو پته : afbaheer@gmail.com
Новая страница 1